Home / آرشیف / د مشورو او انتګراسیون مرکز

د مشورو او انتګراسیون مرکز

 

درنو ښاغلو او میرمنو!

زړه ته رانیږدې ملګرو!

 

په اتریش کې د افغانانو کلتوري ټولنه (اكيس) ویاړ لري چې تاسو ته د افغاني ک‌‌‌‌‌‌ډوالو د مشورو او انتیګراسیون ( په اتريش کې د ژوند سره عادت) مرکز در پيژني.

په دغه مرکز کې به ګ‌‌‌‌‌‌ډوالو ته لازمې مشورې ورکول کيږي او د زدکړې کورسونه دایریږي.

په دغه مرکز کې  په مورنیو ژبو لاندې خدمات وړاندې کیږي:

په ستونزو کې لازمې مشورې او مرستې

په اداري او رسمي چارو کې معلومات

د رسمي چارواکو او دفترونو له خوا د جلبونو او لیکونو ژباړه او تشریح

د ابهام په حالاتو كې مشورې او معلومات

د لیکونو او ایمیلونو په لیکلو کې مرسته

د تحصیل او زدکړې په اړه معلومات

د کار کولو په هکله معلومات

د پيښو شویو شخړو په وخت کې مشورې ( د بيلګې په توګه د ګاون‌‌‌‌‌‌ډیو سره، په ښونځي کې او یا په کورنۍ کې شخړې)په خپله خوښه خپل هیواد ته د بیرته تګ له پاره مشورې

او په نورو مهمو برخو کې په مورنۍ ژبه د معلوماتو وړاندې کول

دغه مشورې کیدای شي د مخامخ خبرو په ترڅ کې، د ټلفون له لارې، او يا هم د لیکونو له لارې په وړیا توګه سرته ورسيږي.

 

د انتیګراسیون کورسونه

په اتریش کې د ژوند سره د عادت ( انتګراسیون)  په دوه اونیزه کورسونو کې ک‌‌‌‌‌‌ډوال په اتريش كې د ژوند له پاره چمتو کیږي.

هغوي ته ښودل کیږي چې کوم قوانین او قواعد باید په نظر کې ونیسي تر څو په اتريش كې یو کامیابه او سوکاله ژوند ولري او د ستونزو سره مخ نه شي.

د دغه کورس د آزموینې نه وروسته تاسو ته د کامیابۍ یو سند در کول کیږي. دغه سند د ک‌‌‌‌‌‌ډوالو د مسولینو په وړاندې  د اترش د قوانینو او قواعدو نه د پوهې او په اتریش کې د ژوند سره د عادت کولو کچه تاییدوي.

دغه کورسونه په كاري ورځو کې د دوشنبې نه تر جمعې پورې د سهار د اته بجو نه د مازدیګر د پنځه بجو پورې دایریږي.

 

د معلوماتو پته:

ټلفون: 069917168648

ایمیل:  mir.ghousudden@chello.at

 

په درناوي

غوث الدین میر

په اتری

 

17757209_1371319066258678_5559616531474380412_n

مطلب مرتبط

سفرشش روزه من با فقرا کشورم

تشکر ویژه از Reinhard و P.Rudolf بخاطر همکاری شان  

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *