Home / فعالیت ها / أفغان مجله، بانو د بدلون انځار

أفغان مجله، بانو د بدلون انځار

علي احمد

۲۲ اګست ۲۰۲۰

ویانا-اوتریش ‎
أفغان مجله، بانو د بدلون انځار

د اګست په دوه ویشتمه  ، د اروپا مېشتو لسګونه افغان میرمنو او نارینه و د “بانو” په نامه د افغان میرمنو مجلې بانو شلمه کلیزه و نمانځله. .
نمانځغونډه په ویانا کې د یو ښوونځي په لوې آډیټوریم کې جوړه شوې وه
د یادې خپرونې مسؤلې مدیرې ناهید علومي او نوروافغان دیاسپورا میرمنو انځورونه د پاورپواینټ په پرده ښکاره کول  په داسې حال کې چې د زوکړې موسیقي په شاليد کې نرۍ نرۍ ږغېده. .

د کرونا ویروس له پیل نه دا لومړني نسبتآ لویه غونډه وه چی نږدي د سلو کسانو افغان دیاسپورا نارینه او ښځو په کي کډون کړي وو. .
دې راټولیدلو دري اصلی موخې درلودلي:
لومړی افغان میرمنې د اروپایی بیلابیلو هیوادونوڅخه راټولې شوي وې چی خپلې اړیکې او پیژنګلوۍ پیاوړي کړي. دوهم٬
ښځې راغلې وې چې د سولې مذکراتو کې د میرمنو په ګډون  بحث وکړي.
دریم
افغاني کولتور دخوړولو او موسیقۍ په بڼه نندارې ته وړاندې شو.
بانو په  پښتو او دري ژبو کی خپریږي چی په کال ۲۰۰۰ په اوتریش کی د افغانستان د کولتور ټولني (اکیس) د مشر٬ غوث الدین میر لخوا تاسیس شویده.
د بانو اصلي موخه په کوربه هیوادونو کې د افغان میرمنو ادغام د مالوماتو شریکولو له لارې٬ د افغان دیاسپورا میرمنو اړیکې په اروپا او دکډوالۍ په  ژوندانه کې دی.
د افغان دیاسپورا شپیتو څخه زیاتې میرمني او ژورنالستانې د بانو مجلي لپاره لیکني کوی.
دا مجله د آنلاین او په چاپي بڼه خپریږي.
غوث الدین میر د بانو مجلي موسس په خپلو خبرو کې وویل:
“کله چي مي بانو تاسیس کړه نو باور مو نه کېده چې یوه ورځ به ددې  شلمه کلیزه ونمانځم او باور می نه راته چي  شلمي کلیزې کې دې  د افغانستان سفیره چی هغه به هم یوه میرمنه وي ګډون وکړي

.”
په اوتریش کې د افغانستان سفیره  اغلې خجسته فنا ابراهیم خېلې خپلو خبرو کې بانو مجله وستایله او وی ویل:
“بانو یوازي مجله نده بلکه بانو د بدلون سمبول دی.”

سره له دې چې په میلیونونه افغانان له افغانستان څخه بهر په دیاسپورا کې ژوند کوي خو دوي دخپل اصلي وطن ـ افغانستان ـ په مهمو پریکړو کي شامل ندي او د ګډون زمینه هم تر اوسه نه ده برابره شوي مثلا نشي کولاي د ولسمشرۍ په ټولټاکنو کې برخه واخلي.
د بانو مجلې  مسولې مدیرې  اغلې ناهید علومي په محفل کې یو  پرانیستی لیک د افغانستان سفیرې ته وسپاره تر څو دا لیک د افغانستان جمهور رییس ته ورسیږي  دې لیک کې  د ولسمشرۍ په ټولټاکنو کي د افغان دیاسپورا د ګډون غوښتنه  شوي وه.

په  لیک کي مستقیما له افغان ولسمشر نه غوښتنه شوې چې هغه میلیونونه افغانانو چي په ایران، پاکستان، امریکا، آسترالیا او اروپا کي ژوند کوي د رایو ورکولو فرصت برابر شی تر څو د ولسمشرئ ټاکنو کي ګډون کولاي وشي.

د افغانستان د مهاجرینو او د بیا راستنیدونکو وزارت په حواله٬ د افغانستان په ګاونډي ایران او پاکستان کي پنځه میلیونه افغانان ژوند کوي.
په ټوله اروپا کې د نیم میلیون نه زیات افغانان ژوند کوي چې د ۲۰۱۸ آخر کي آلمان د ۲۵۷٬۱۱۰ افغانانو کوربه وو.
همدا رنګه د ۲۰۱۸ آخر کې  اوتریش د ۴۵،۷۲۴ ، هالند ۴۷،۷۷۹، او سویدن د۵۱٬۹۷۹ افغانانو کوربه توپ کاوه.
د دی هیوادونو مالومات ښیي چې د دغو شمیرو د نیمایي څخه زیات هغه افغانان دي چی د ۲۰۱۵ او ۲۰۱۶ کلونوکې اروپا ته راکډه شوي دي.

د رایه ورکولو دکمپاین حق چی د بانو مجلې مسولې مدیرې  لخوا د ۲۰۱۹ کال کي د هالند شاهي هیواد کې  پیل شوي د دي کمپاین مسولین مني چي دا کار به سیاسي او تخنیکي ستونزي ولري خو د دې کمپاین اصلي موخه دا ده چې د افغانستان ۲۰۲۴ ولسمشرییزو  ټولتاکنو کې د رایې د کارونې  حق لاسته راوړل شي.

“تر دي دمه موږ فکر کوو چې موږ په افغانستان پوري تړاو نلرو ځکه چي د رایی ورکولو حق نلرو ،د دي لپاره چی موږ احساس کړو چي موږ هم په افغانستان پوري تړاو لرو ، نو موږ ته باید دا حق راکول شي. “دا اظهارات د بانو مجلی مدیر مسولې ناهید علومی خپلو  خبرو کې وکړې.
د بانو شلمې کلیزې بله کلیدي موضوع د افغان میرمنو شاملول د افغانستان د سولی په خبرو او اترو کې وو، دافغان سفیرې اغلې ابراهیم خیل د سولې په خبرو اترو کې د افغان میرمنو په ګډون ټینګار وکړ  وه یې ویل چی سوله د ټولني د نیمایي برخې پرته امکان نلري. هغه زیاته کړه: “ریښتیې سوله نشي راتلئ تر څو چې  موږ ورته زمینه  برابره نکړو. “

د نه ننوتلو زونونه
د امریکا متحده ایالاتواداره او د طالبانو سیاسي دفتر په قطر کې د فبروري په ۲۹ د سولې ته  رسیدو لپاره د سولي تړون امضا کړ. امریکایانو دا کار د دي لپاره وکړ چی د امریکا تر ټولو اوږدي نظامي مداخلي ته د پای ټکی کیږدي. د ۱۸ میاشتو اوږدو خبرو او اترو په نتیجه کي دوارو خواو یو تړون لاسلیک کړ خو په دي اوږدې  پروسې کې هیڅ یوه میرمنه شامله نه وه. نو په دی دلیل افغان میرمنې د خپل نا څرګنډ راتلونکي په اړه تشویشونه او ویره لري، دوي دا ویره لري چې شاید د هغوې هغه لاسته ړاوړني چي د ۲۰۰۱ کال راهیسې  لاس ته  راوړي دي له لاسه یې وره کړي.

د ښځو د حقونو فعاله او د افغان مذاکراتي ټیم غړې، فوزیه کوفي، د العربیه انګلیش چینل سره یې په یوې مرکې  کې وویل چی ښځي د افغانستان د اوږد مهالې جګړې برخه نه وه خو ښځي غواري چی د سولی د پروسې یوه برخه اوسي.، هغه باور لري چې د میرمنو پرته سوله ممکنه نه ده. هغې وویل:
“موږ به اوږد او مشکل وقت د خبرو په جریان کي ولرو خو زه چمتو یمه ځکه چې زه فکر کوم چې موږ باید د نه ننوتلو زونونه ته داخل شو. ”
افغان میرمنې غواري چې د سولې له پروسې نه هر ډول ملاتر وکړي خو نه په هر قیمت.
سفیرې ابراهیم خیل ټینګار وکړچې افغان میرمنې نه غواري چې د طالبانو دورې ته شاتګ وکړي خاصتا  د ۱۹۹۶ او ۲۰۰۱ کلونو تر منځ کوم چې ښځو هیڅ حق نه درلود.
اغلې ابراهیم خیل ټینګار وکړ: *سوله د جور جاړې په اړه ده، خو  زموږ جور جاري به یو حد ولري او هغه دا دی چې دښځو پرحقونو به جور جاړی نه کیږي.*

اغلئ ابراهیم خیلې وه ویل چې د سولې خبرې  اترې به کیداي شی له مشکل سره مخ شي خو هغې تاکید وکړ چی افغانستان به له دي مشکلاتو نه بریالی راووځي.*ترهغه وقت پوري چی په افغانستان کي آمو سیند په جریان کې  وي، د هندوکش غرونو موږ ته غیږه پرانیزې  امید د امنیت، سولیز او انساني ژوند شته.*

ادیت: وکیل اټک

مطلب مرتبط

مجله بانو شماره 58

مجله بانو شماره 58 را در لینک ذیل مطالعه فرمایید. PDF 58

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *