Home / آرشیف / جلالتماب د هالند محترم سفیر! په اتریش کې د میشته افغانانو په استازیتوب تاسو ته خپل د زړه له کومې درناوی وړاندې کوم.

جلالتماب د هالند محترم سفیر! په اتریش کې د میشته افغانانو په استازیتوب تاسو ته خپل د زړه له کومې درناوی وړاندې کوم.

31.01.2010

ویانا د ۲۰۱۰ کال د جنوري ۲۷ نیټه

جلالتماب د هالند محترم سفیر!

په اتریش کې د میشته افغانانو په استازیتوب تاسو ته خپل د زړه له کومې درناوی وړاندې کوم.

د دغه لیک په واسطه غواړو ستاسو سره یوه مهمه مسله په منځ کې کیږدو چې هغه په هالند کې د میشته پنا غوښتونکو د برخلیک پورې اړه لري او هغه دمهاجرینو په برخه کې د ژنو د کنوانسیون د بشر د حقونو د مفرداتو په پام کې نه نیول بیانوي
لکه څنګه چې د هالند رسنیو په څو څو ځله داسې خبرونه خپاره کړي چې په هالند کې یوه هغه برخه پناغوښتونکي چې د افغانستان د وخت جمهوري دولت«۱۹۸۷ کال نه تر ۱۹۹۲ کال پورې» سره تړاو درلود،د بې سرنوشتي ،محرومیت او انتظار په حال کې ژوند کوي
ددې نه زغمونکي حالت مسوول د هالند د مهاجرت او تابعت د ورکولو د څانګې «ای ان ډی» تبعیضي او غیر عادلانه سیاست دی چې ټول بشر دوستانه معیارونه یې له نظره غورځولي او د افغاني پناغوښتونکو دغه برخه په جبري استولو، بند او د اساسي حقونو په سلبولو سره ګواښوی او ویروي
د کورنیو بیا یوڅا یول د بشر د حقونو د کډوالو د کنوانسیون یو اساسی قبول شوی پرنسیب دی خو بر عکس په هالند کې د دغه اصل د نه مراعاتولو په ترڅ کې عملا د کورنیو یوې برخې ته د اوسیده اجازه ورکول کیږي او د
د کورنۍ بله برخه بیرته استول کیږي او په دی واسطه واحده کورنۍ ټوټه کیږي او د یو بل نه سره جدا کیدو ته مجبوریږي
له دې کبله په اتریش کې میشته افغانان د هالند د مهاجرت او تابعت ورکولو د ادارې دا چلند په کلکه غندي او د هالند د دولت څخه هیله کوي چی په هغه ځای کې د بی سرنوشته پنا غوښتونکو او په ځانګړي توګه د هغه افغاني پنا غوښتونکو چې د« اف ۱» ارتيکل لری د سرنوشت په ټاکنه کې جدي اقدام وکړي
په اتریش کې میشته افغانان په یو غږ په هالند کې د خپل هغه پنا غوښتونکو ورونو نه ملاتړ کوي چې د بې سرنوشتي په حال کې ساتل شوي دي او د هالند د حکومت نه هیله کوي چې د هغوې د نه زغملو دغه حالت ته د پای ټکی کیږدي
مونږ ستاسو ښاغلي نه هیله مند یو چې زموږ دا غوښتنه د هالند حکومت ته ورسوۍ

په درناوي

د انسجام او سازمان ورکولو د کمیسیون په نماینده گی

غوث الدین میر

مطلب مرتبط

Afghan Diaspora Network

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *