Home / آرشیف / په افغانستان کې د ښځو عمومې وضيعت څيړل

په افغانستان کې د ښځو عمومې وضيعت څيړل

22.02.2008 د افغانستان د بشرې حقونو خپلواک کميسون ((په افغانستان کې د ښځو عمومې وضيعت څيړل))

مقدمه:
اوسنۍ ريپوټ په افغانستان کې د ښځو د وضيعت څيړلو پايله ده چې د د بشري حقونو د خپلواک کميسيون له خوا جوړ شوی دی.
د ښځو حقوق د بشري حقونو په نړيوال زياترو تړنونو کې چې افغانستان ورسره تړل شوی دې همدارنګه د اقتصادي نړيوال حقوقو ميثاق ، اجتماعې او فرهنګې ، د مدنې او سياسي ټولنې نړيوال ميثاق ، د ښځو په وړاندي د هر ډول ستونزو رفع کول ، او د نړيوال بشري حقونو اعلاميه په بيلا بيل ډولوونو راغلې ده، ځکه د افغانستان حکومت مکلف دی څو د ښځو حقوقو ته دراناوی ولرې چې دغۀ ژمنې په اساسي قانون کې هم ليکل شوي دي.
د افغانستان د اساسي قانون اوړه ماده:
د ملګرو ملتونو منشور دولت ، د دولتونو تر منځ تړنونو ، نړيوال ميثاقونو ته چې له هغه سره افغانستان يو ځای شوی. او بشري حقونو نړيوال حقونو اعلامي مراعاتوي .
خو د دي ټولو تړنونو او قوانينو سره سره ، او له دي سره سره چې په څو وروستيو کلنو کې مونږ د ښځو د حقوقو د پراختيا شاهد ؤ ، بيا هم د ښځو نه ليدونکې ستونزي په بيلا بيل سياسي ، اجتماعې ، فرهنګې او داسي نورو مواردو کې ستونزې شته.
د معالوماتو د راټولولو پروګرام:
د معلوماتو راټولول د پوښتن ليک څخه په مرستي تر سره شوی ، د ښځو په اړه د کيدونکو دايمې پيښو د کميسيون د پايلو پر اساس، او د ياد شوي کميسيون د کلنۍ تر سره شوي مطالعې او بيلا بيل تحقيقات، د څارنوالۍ ، محبسونو او داسي نورو ارګانونو سره مرکې راټولې شوې دې چې بيلا بيل برخې لکه ښونه او روزنه ، د ښځو په وړاندي تاوتريخوالی ، روغتيا ، او د ښځو له قضايې وضيعت څخه ملاتړ پکښي رانغښتی دی.
محدوديتونه :
اوسنۍ څيړنې ځينې محدوديتونه هم لرې لکه:دقيقو معلوماتو ته نه لاس رسي له هغه جملې څخه کورني تاوتريخوالې ، جنسي تيری ، ځکه چې زياتره ښځې او کورنۍ ددغؤ شانو مواردو له ويلو څخه ډډه کوي >
لرې پرتو سيمو ته لکه ارزګان ولايت چې د امنيتې مسائلو له امله لاسرسی نه ورته کيږي نو له داسي ورته سيمو څخه معلومات ندی راټول شوی نو د يادونې وړ ده چې ددې ريپوټ راټول شوې مطالب د هيواد د ټولو پيښو په هکله ندي خو هڅه شوی ده څو د ښځو بشپړی ستونزې په کښي انځور شوي دي .

1-ښونه او روزنه :
په دي پوهيږو چې په هره ټولنه کې د ژوند د سطحې د لوړوالې لپاره ښونه او روزنه د نجنو لپاره هم وې خو په افغانستان کې د پينځه اتيا فيصدبي سواده ښځو او اينجنو سره سره په سيمه کې په دي اړه دولتې ځانګړې بوديجه په ډيره کښته درجه کې موقيعت لري او اينجونې په دي اړه د زياتو ستونزو سره لاس او ګريوان دي.
په افغانستان کې په ښونځيو کې د هلکانو د نيمايې برخې په اندازه اينجونې زده کړه کوي او په ځينو سيمو کې لکه زابل يواځې 3 فيصده نجونې ښونځيو ته ځې په داسي حال کې چې د شپږو کلنو څخه تر اتلسو کلنو پورې د هلکانو او اينجونو تر منځ کوم توپير نوې.همدارنګه د ښونې او روزنې په برخه کې چې بله ستونزه تر سترګو کيږي هغه دا ده چې په تول افغانستان کې د ابتدايه تر ليسي پوري د اينجونو د ښونځيو شمير د پام وړ بدلون ښيې په بيلګې په توګه د کندهار ولايت 255 ابتدايه ليسي لرې په داسي حال کې چې يوازې شل ليسي په دغۀ ولايت کې شته همدارنګه مرکزې زون 256 ليسي لرې او يوازې 27 ليسي شته چې دا مسئله دا روښانه کوې د بيلا بيلو دلايلو سره سره بيا هم د زده کړې په برخه کې تر هلکانو د اينجونو ليوالتيا ډيره ده .

په افغانسان کې د نجنو د نه زده کړې لامل د لاند ې مطالعې پر بنسټ دې.
1-د ټولنې په دودونو کې روان جنسي تبعيضونه
2-د کورنيو بي وزلې
3- امنيتي مسائيل
4- د اينجونو د ښونځيو لږوالی او يا نشتون

چې ددې عواملو د اهميت درجه په بيلا بيلو سيمو کې بيلا بيل دي .د بيلګې په توګه په زابل ولايت کې په سلو کېنوې سله نجونې د ناامنيو له امله د زده کړې له نعمت څخه بي برخې دې.
د ملګرو ملتونو د اعلانونو او مطبوعاتو له مخې په روان کال کې 300 سوه ښونځې په افغانستان کې په ځانګړې توګه چنوبي ولايتونو کې سوځل شوي دي او يو شمير ښونکې هم وژل شوې چې دا مسئله په هيواد کې ناامني ښکاره کوي چې په ډير چټکتيا سره د خلکو په ځانګړې توګه د اينجونو د زده کړې پربرخې منفي تاثير کړی دی.خو برعکس په په جوزجان ولايت کې د ښونځيو د نشتون له امله اينجونې د زده کړې شاته پاته دي.د جوزجان په قرقين ولسوالۍ کې پرته له يوه خصوصي ښوځې څخه چې هغه هم تر دوهم ښونځې زده کړې ورکوې بل کوم ښونځی نشته.

په شمال ختيځ زون کې هغه عوامل چې ډير ماشومان له زده کړې بي برخه کوي د کورنيو بي وزلي ده ، د يادونې وړ ده چې بي وزلي په افغانستان کې يو هيوادويز ه مسئله ده نه يوازي په شمال ختيځ کې ، لکه څنګه چې دغۀ ريپوټ په دوه زرو پينځم کال کې په افغانستان کې خپل موخو ته پراختيا ورکړې په افغانستان کې هره مياشت د هر کس مياشتنی ايد 200 ډالره ده ضمنا په افغانستان کې ديرلس عشاريه 5 فيصده کورنۍ دوامداره ايد لرې چې د کورنيو د اقتصاد کمزورتيا د نجنو د نه تحضيل سره په مستقيمه توګه تړاو لري . ډيري اينجونې د کور د کار له امله د زده کړې له نعمت څخه بي برخې پاته کيږي په داسي حال کې چې دغه نجونې د کارګرو ماشومانو په ډله کې هم نه شميرل کيږي . په داسې حال کې چې د کارګرو نجنو فيصدي چې ښونځې ته نځې د کارګرو هلکانو څخه ډير ده.
دا ټولې ستونزي په داسي حال کې رابرڅيره کيږي چې د نړيوال بشري حقونو د 26 اعلامی پر بنسټ ( هر څوک حق لري چې د ښوني او روني له نعمت څخه برخه من شي او لومړنۍ او اساسي زده کړې بايد وړيا وي………….)ټول بايد وړياوو زده کړو ته لاسرسی ولري.
د ماشومانو دحقوقو د کنوانسيون د اته ويشتمي مادي له مخي : دولونو د ماشومانو د تحصيل حق په رسميت پيژندلی دی او ددغه حق رسمي کولو لپاره بايد دولتونه په ځانګړي توګه برابرو او پينځو کلنو ته عمر لرنکو کوچنيانو په اړه جدي ګامونه پورته کړي څو ښونځيو ته هغوی وهڅول شي او د ناکاميو کچه راټيټه شي.
د ياد شوي کنوانسيون د لسمي مادي له مخي د ښځو په وړاندي د هر ډول ستونزو اواريدلو لپاره دولت مکلف دی څو د ښوني او روزنې په برخه کې د ښځو او نارينو د حقوق د برابريدو لپاره لازم ګامونه اوچت کړي .همدارنګه د اساسي قانون د 43 او 44 مادې حکومت دي ته اړباسي څو پوه شي چې د ښځو د سواد د تعليماتو پراختيا او د کوچيانو د تعليم لپاره خاص تدابير ولري.

2. روغتيا :
روغتيا او د روغتيا خدمتونو ته لاسرسی د هر انسان بنسټيز حق دی چې له بده مرغه په افغانستان کې تر اوسه هم ډيرو خلکو ته په ځانګړي توګه ښځو ته دا حقوق ميسر ندی.
د 100،000 وګړو لپاره د يوه ډاکټر او 5 نرسانو شتون او يو بستر د 3000 کسانو لپاره د روغتيا په برخه کې عمده ستونزه ده.
ددغؤ محدويتونو او بي وزلی په پايله کې او د ډيرو کورينو د ورځنيو ايد ته په کتو سره وينو چې په افغاستان کې د ميندو او وچنيانو د مرګ ژوبلي شمير د نړۍ په کچه په سر کې ځای لري.لکه څرنګه چې په هرو ديرشو دقيقو کې يوه ښځه د اوميندواری له امله خپل ژوند له لاسه ورکوي چې د مرګ ژوبلي دغۀ شميره له هرو زرو تنو ښځو څخه شپاړس تنه مري چې د صنعتې هيوادونو 60 برابره ده.

3. د ښځو په وړاندي تاوتريخوالۍ:
د ښځو د بيلا بيل ستونزو بر څيره له هغه جملي څخه روغتيا ، ښوني او روزني، په زور ودونه ، کورني تاوتريخوالي ، جنسي تيری او د سياسي فعاليتونو څخه د هغوی بي برخي کيدل هم د ښځو ستونزي شميرل کيږي .د افغانستان اکثره ښځې د لرې پرتو سيمو څخه نيولي تر کابله پوري د کورني تاوتريخوالي سره مخ دي ، هغه تحقيقات چې د بشري حقونو خپلواک کميسيون د ښځو په وړاندي د کورني تاوتريخوالي په اړه برابر کړي ښيې چې له 50 ٪ ښځو څخه زيات يې د تاوتريخوالي د بيلا بيل مخ کيدو بر څيره وهل او ټکول کيږي هم او يوازي 10٪ ښځو ويلي وه چې د اقتصادي له لحاظه کومه ستونزه نلري .کورنۍ تاوتريخوالۍ نه يوازي د ښځو پر جسمي او روحي روحيې اغيزه کوي بلکې د ناوړو پيښو لکه ځان سوځونه ، ځان وژنه ، له کور څخه تيښته ، قتل ، قاچاق ، لامل هم ګرځي.
د ثبت شويو شميرو له مخې د 1383 کال د جدي د مياشتي د 9 نيټي څخه تر 1384 کاله پورې 462 ياد شوي پيښي رامنځته شوي دي چې ددغئ شميري زياتره پيښي د افغانستان په لويديځ زون او چنوب ختيځ ولايتونو کې رامنځته شوی . .

– اجباری ودونه:

په افغانستان کې د ښځو يوه جدي ستونزه د اجباري ودنو مسئله ده چې په بيلا بيل ښکلونو لکه بدل ، بد ورکول ، ګواښ ، د ډيرولور اخيستل ، د شيدو ورکولو پر مهال په کوچني والي يو بل ته په نوم کول د ښځو ستونزي شميرل کيږي . کونډي ښځي اوس هم د وارث په توګه شميرل کيږي او خپل د خوشي کس سره واده نشي کولای.
د تحقيقاتو کميسيون ښيې چې په افغانستان په سلو 38 سلنه ښځې د هغوی د خوشي پر خلاف ورکړل شوی او نږدي په سلو کې 50 ٪ ښځې د خپل کورني ژوند څخه ناخوشه دي.
جنسي تيری:
جنسي تيری هم د هغوی موضوګانو څخه ده چې په دغو څيړنو کې مطالعه شوی ده دغه ستونزه هم د ښځو د نورو ستونزو په ځير د افغانستان په اکثرو سيمو کې شته . چې دغئ پيښي زياتره د وسلوالو کسانو له خوا تر سره شوی .

نویسنده: خاطرا عظیمی

مطلب مرتبط

مجله بانو شماره 59

مجله بانو شماره 59 را در لینک ذیل مطالعه فرمایید. PDF 59

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *