Home / آرشیف / د بخښونکی خدای په نامه

د بخښونکی خدای په نامه

19.01.2011

دبخښونکی خدای په نامه
دخلکو دخد مت ګذارانو ملی خوزښت
ملی بلن لیک

ګران وطنوال !
هغه څه چی زمونږ په ګران هیواد افغانستان کی تیرشو او لاتر سره کیږی ته له مانه اوټولو یوله بله سره ښه پوهیږی کوم چی هیڅ دویلو اوڅرګندولو نه دی . لاکن هغه څه چی ډیر اړین بریښی اومونږو ډیرو دهغه دخلاصون پرلاره باندی نه پوهیږو، هغه د غلیمانو له جونګړی اوکلا څخه دوتلو لار،دوطن ځما اودستا بی وزلی، ناداری اوبی کوری اوهستوګنځی دی . ددښمنانو دزور زیاتی دټیکاو اودمینځ راتلو په نه منلو سره سره بیا هم هغه څه چی ځما اود ستا پروطن باندی راپیښ شو،تر ننه پوری ګڼ شاعرانو شعرونه ویلی او لیکلی ، سازیانو د غم نغمی اوسرودونه اورولی ،غزل ویونکی غزلی ویلی دی ، سیا ستمدارانو کله دځان اوکله د خپل ډلی ټپلی ، کام ، قبیله ،اود پارټی د ګټو د تر لاسه کولو په خاطر یودبل په سر په سوکو او په تیګوسره وهلی اود ښکنځلوپه تیګو سره یو پربل باندی ګذارونه کړی اوپه ناسزا او آپینی ناروا ټکو اوالفاظو سره ددین له موقف اوددموکراسی سره په لوبه کی ځانونه برحق اورښتیانی ګڼلی اوشمیرلی دی . په همدی شان یوشمیر زیات هنرمندانو اویا هم هنری ډلی دټولنی د وخت په تیاتر کی رنګا رنګ رولونه لوبولی دی ، یا هغه په خارج کی میشته ډ لی چی دهیواد څخه په د باندی کی د وطن پرستی اود خلکو دچوپړتیا تیګی پخپل ټټر وهلی ، اما کله چی دهغو پښه اوقد م دوطن د سپیڅلی ځمکی په مخ لګید لی بیا نو خپله په یو مستبد غدار او ظالم اغوښتی اود چپاولګرو څیره یی ځانته غوره کړی . نوپه خواشینی سره باید وویل شی چی هیڅ یو څوک پیدا نشو کوم چی د یو ماهر او پوه طبیب په څیر ددی ټولنی دخلکو دردونه تشخیص اوهغو ته لازمه درمل تجویز کړی . اوس اوس د ملت سترګی تا خواته اړول شوی ،هغه ته یی چی دخلکو ددردونو په درملنه باندی پوهیږی ، لاکن هغه څه چی دیادونی وړ دی هغه دا دی چی تاته دویلو او د وینا وخت نه دی درکړ شوی او تا هم دویلو اودڅرګندولو زمان اومکان نه درلود، تا ته غلیمان وړکوچنی ویل اوپه همدی پلمی سره غوښتل چی خپل ځان د ستا مشر ، اولی الامر یا بادار وګرځوی ، نو دهمدی دسیسی او فتنی په کا روړلو سره وه چی دستا پر وطنوالو باندی غمیزی تیرشو او نن لاپسی تیریږی ، اوس د نړی ټولو خلکو په دی ښه پوهیږی چی د لته ستا په وطن کی یو څو غدار لوټمارو او جنایتکا رو اود تاریخ مخ تورو ډ لی چی ډیر ی یی د خارچی استعما رګرو دولتونو لاس پوڅی اوتالی څټی دی ځانونه د ټولنی استاذی ښودلی دی . دلته یوسوال پیدا کیږی چی آیا ته خپله ځان وړکی ماشوم اوکوچنی ګڼی اودغلیمانو خبری منی اوهغو ته د تسلیمی سر ټیټوی اویا څنګه ؟ اما په پوره باور سره ویلی شوچی هرآزادی غوښتونکی دی پوښتنی ته د نه ځواب وایی ، او د نه ځواب سره موجوده حالات اوشرایط هم په پام کی نیسی.
ګران هیوادواله: زه اوته کوم چی دوطن څخه په دی بانده کی میشته یو اوژوند کوو دا خوش قسمتی مو په برخه دی چی دپردیسی دټولو ستونزو په لرلو او پوهید لو سره سره یو امتیا زلرو اوهغه دا چی دآزادی دضد دښمنانو اود زورمندانو دتلوارله ګذارونو څخه ګوښه اوخوندی یوو، اوکولی شوهسی چی غواړو فکر وکړو، هغه څه چی غواړو په ژبه راولو اود مظلوم ملت اودنړی دآزادی غوښتونکی خلکو غوږونو ته ورسوو . که چیری د موجوده ستونزو ، شخړو اود مصیبتونو د له مینځه وړلو چانس اووخت مو په لاس کی شته ، نو کولی شو چی د یو اند یښمن سړی په څیر دستونزو د حل او د هغه داوارولو پر لاره باندی فکر وکړو ، نو په دی بنیاد وړاند وینه وجود لری اوهغه داچی دخلکو په وړاندی دچوپړتیا یوملی تحریک اوخوزښت ته ګام پورته شی ، لکه چی اوس پورته کیږی ،البته دغه وړاندیز دکوم فرد ، ډلی ، پارټی اویا دکوم ځانګړی سازمان له خوا نه دی وړاندی شوی ، که ددغه وړاندیز سره ته موافق اوهمغا ړه یی دغه وړاندیز دتا له خوا دی اوکه چیری زه دهمدی وړاندیز سره همغاړه یم ، وړاندیز ځما له طرفه دی ، پس نو دا پوښتنه نه را پیدا کیږی چی ددی وړاندیز طراحان اوبنسټپال څوک دی ؟ هیڅوک نه دی یواځی ته یی اوته خپل ځان پیژنی : که ددی وړاندیز سره همغاړه اوموافق نه یی ، تا ته به وویل شی چی ددغی وړاندیز مخکی کونکی هغو کسانو دی چی ته د هغو سره همغاړه اوموافق نه یی ، دغه یادونه ددی دپاره پرځای دی چی زمونږ په وطن کی له څوپیړیو را په دی خوا یوډول دود اوفرهنګ مینځ ته راغلی چی دخلکو له خوا د ځنو کسانو تر شا باید قدم پورته کړشی اودهغی پسی روان شی ، کوم چی له پلروپلرو څخه پرخلکو ملکی کړی یا خپل ځا ن دپردیو په مټ پرخلکو منلی اوتپلی دی او هیڅکله ددی کوشش نه دی شوی چی ځوانانو اویا هغه کسانو ته چی پرخلکو باندی د ملکی کولو نیت نه لرله وخت ورکړ شی چی د خلکو په چوپړ کی ولویږی ، اودغه مسله دزیا ت ناباوری له مخی دټولنی په مینځ کی خپل ریښی ځغلولی دی ، کوم چی دا پخپله د پردیو اود بیګانګانو یو کرغیړن سوغات له پیړیو را په دی خوا ځمونږ خلکو ته ورکړ شوی اویا یی د دغه ناپاک اوناولی سوغات زړی ځمونږ دسپیڅلی وطن په خاوره کی کرلی دی .
اوس داسی فکر کیږی چی هغه وخت را رسید لی چی ددغه ناولی اوکرغیړن سوغات زړی لری وغورځول شی اودټولنی دخلکو تر مینځ دباور فضا پیاوړی شی ، ترڅو چی دځانځانی اود شکونولمن له ټولنی څخه ټول شی . له ټولو نه مهم مطلب دادی چی نور باید ستم کونکی اوناروا خلکوته اجازه ورنکړل شی چی پرخلکو تیری وکړی اوهغوی لکه د پسونو په څیر پرشپنو او قصابانو باندی وپلوری .
ددی دپا ره چی دخلکو په چوپړ کی ولویږو وړاندیز وجود لری اوهغه داچی : (۱) ددری وروستنیو لسیزواودناولو اوناببروپیښو دراپیښیدو څخه وروسته ،په هیواد کی ټولو خلکو دامن اود امنیت د راوستو اود ټیکاو غوښتنه لرله اواوس دهیواد دټولو سیاسیی ،ټولنیز ، فرهنګی ،اقتصادی اودنظامی څانګو له کارپوهانو اوماهرانو څخه که دهیواد په دننه کی دی اویا که دهیواد څخه دباندی داغوښتنه کیږی چی خپل فکر اونظروړاندی اویودبله سره شریکه کړی چی په وطن کی څنګه باید سوله ټینګ شی ؟ (۲) دیوملی دولت ، ملی پارلمان ، ملی اردو ، ملی قضایه قویی، ملی مطبوعات اودملی اقتصاد رامینځ ته کیدل دټولو هیوادوالو غوښتنه دی ، مګر څنګه کولی شو چی دغه سپیڅلی هیلی ته ورسیږو؟ لاره یی کوم دی ؟ (۳) دبډی ، فساد ،ناروا اودمخدره موادو په وړاندی څه ډول باید مبارزی اوجګړی ته مخه ورکړو. (۴)څرنګه کولی شو چی دمفسد ینو،سیاسیی جنایتکارو اودپردیو اجنټانو لاسونه دخلکو له ګریوان څخه لنډ کړو اوهغو ترهغه حده پوری په خلکو کی رسوا کړو چی نور په ټولنه کی ورته دنفوذ ځای پاتی نشی . (۵)باید دی مسلی ته پام واړول شی چی دهیواد په موجوده حالاتو کی ټیکاو اوسوله له هر څه نه مخکی لمړیتوب لری یا (دموکراسی)؟ که د ټیکاو مسلی ته لمړیتوب ورکړو نوباید چی رادیکال کړیو ته ونډه اوامتیاز ورکړو ! اوکه دموکراسی ته لمړیتوب قایل شو نو په هغه صورت کی مونږ ته دموکراسی، دښمن اودهغه په مقابل کی دمقاومت تعریف وړاندی کوی مګر څنګه او څه ډول ؟ (۶)دباند ینیو قوتونودپاتی کیدو اویا له هیواد څخه دهغو دوتلو مسله دکومو مخکی دمخکو ملی اوبین المللی شرایطو دپاملرنی پر بنیاد باید تر سره شی ؟ (۷)دافغانستان خلک له نړیوال ټولنی څخه څه هیلی لرل اویایی لری ؟ ددی وړاندیز پلی کول : الف: راځی چی پریکړی وکړو اوددی ستونزی د حل اودهوارولو دلاری په اړه یو څو ګړی دځانه سره فکر وکړو .اود یو فکرکونکی او اندیښمن سړی په څیر یوه اندیښنه را مینځه ته کړو ، نو په دی بنیاد د ټولو اجتماعی ، اقتصادی ، سیاسیی ، نظامی اود هیواد دفرهنګی له حلقو اوکړیو اویا د څانګو دکا ر پوهانو اود ماهرانو څخه په درناوی هیله کیږی چی خپل جوړونکی اولاره پرانیستونکی اندیښنی دهیواد دخلکو دملی هیلو درسید و په نظر کی نیولو سره را وړاندی کړی . ب : وروسته د اړیکو د لاری په برقرارولو سره اود سراسری همغاړیتوب اوتوافق په منلو سره نظرونه اورارسیدلی اندیښنی باید سره یو ځای شی اود یو پراخ بنسټه ملی کنفرانس د جوړیدو او د هغه د پرانیستلوپه اصل باندی باید نظرونه را وړاندی کړل شی. ج: دپراخ بنسټ کنفرانس د پرانیستو څخه مخکی باید ددی تحریک او خوزښت اجندا اوهد ف دهیوادپه ملی ژبو اوهم په بین المللی منل شو ژبو ژباړه اودنړی اړوندو سرچینو ته ولیږدول شی . ح : په نظر کی نیول شوی چی ددی کنفرانس څرنګوالی اوهدفونه په ډلیز انځوری خپرونو اوپه بین المللی مطبوعاتو کی په انګلیسی ،المانی اود فرانسوی په ژبو نشر ته وسپارل شی . چ: دکنفرانس د ګډونکونکو له مینځه داړیکو د تامینولو یو کمیسون جوړیږی چی دخارجی هیوادونو د د یپلوماتیکو مقامونو اوکړیو سره اړیکی تامین کړی . د: دافغانستان داریانا دنړیوال تلویزیون اودهغه په راس کی له محترم اوښاغلی نبیل غمین مسکینار څخه به وغوښتل شی چی ددی کنفرانس د ګډونوالو مرام ، هدف او غوښتنی دضرورت تر وخته پوری دځانګړی پروګرامونو له لاری څخه په انګلیسی او المانی ژبو خپورکړی .
ذ: دا باید په ډاګه شی چی ددی کنفرانس جانبی مالی لګښتونه دتحریک دموافقو غړو په دواطلبانه چمتوالی سره به تنظیم اوبرابرشی . ر: ددی ملی تحریک داهدافو د مخکی وړلودپاره دکنفرانس د موافق ګډونکونو غړو ځانګړی کاری کمیسینونه به په ټاکلی څانګو کی دنړی په مختلفو برخو اودهیواد په دی ننه کی به جوړ شی . ژ: همدارنګه دداخلی اوخارجی انځوری اوغیر انځوری مدیا سره په ارتباط کی یو ځانګړی اړین کمیته به هم جوړ شی کوم چی د همدی کمیسیون دلاری دکنفرانس په اړه لیکل شوی مقالی او مصاحبی تنظیم اوخپور کړی . د حرکت تشکیلاتی وړاندیز: (۱)ددی حرکت رهبری اومشری به د ځانګړی سړی پرغاړه نه وی.ددی خوزښت سازماندهی اودهغه رهبری جمعی بڼه لری. (۲) ددی حرکت دښه سازمان ورکولو د پا ره لازم ګڼل کیږی چی تر پنځه پنځه غړی پوری جمعاً (۲۵) غړی دهیواد له ټولو قومونو لکه هزاره ، پښتون ، ازبیک ، تاجک اودهغی جملی څخه پنځه غړی یی دلږه کیو قومونو څخه به وټاکل شی . وروسته دحرکت دغړو له ټاکنی څخه ټاکل شوی غړی د کاری برنامو دسمبالولو دندی پرغاړه لری . (۳) ددی ملی حرکت د کار په تشکیل کی هیڅ ډول عقید تی اوایدیولوژیکی خنډ اوموانع وجود نه لری مهم اوغوره اصل یواځی اويواځی دا دی : الف : دملی تحریک غړی باید دافغانستان تابعت ولری . ب:دملی تحریک غړی باید چی دهیواد دملی مصالحو ته په جنایت اوپه خیانت تورن شوی نه اوسی ددغه پرګراف په تفصیل کی باید وویل شی : (۱) که ددی ملی حرکت له غړو حخه غړی داشخاصو اویا د ډلو ، پارټیو ، اویا د سازمانونو له خوا په خیانت کولو اویا جنایت کولو باندی تورن شی نود تورن کیدو د اثبات دپاره باید قانع کونکی اسناد اودلایل وړاندی کړی ، که نه سربیره پرهغه چی دروغجن رسوا اوافشا کیږی دهغه په مقابل به قانونی چلند هم تر سره کیږی . [ توضیح : دغه پرګراف دلته له دی خاطره په ذکر رسیدلی چی له بده مرغه دتهمت وهلو ناروغی کوم چی دغیر عقلانی ، قومی ، ژبنی ، ډلیز ، حزبی ، تنظیمی ، دینی اومذهبی حتی دکرغیړنتوب تر سرحده پوری دښمنی اوعدوات زمونږ په خلکو اوپه ځانګړی ډول سره زمونږ په روشنفکرانو او په باسواد قشر کی زیات ترسترګو کیږی .اوهمدغه موضوع یعنی د عدالت ، د موکراسی اود مردم سالاری پلی کول په هیواد کی د جمعی زیار اوکوشش سره سره بیاهم تر پوښتنی لاندی راوستلی دی ] ت: دافغانستان ټول خلک اود احزابو غړی ، سازمانونه (ښیی ،کیڼ اومینځګړی ) انجمنونه او فرهنګی ، اقتصادی ، نظامی اواجتماعی نهادونه چی د تشکیلاتی د دریمی طرحی ددریم پرګراف پوری ښکیل نه وی ،کولای شی چی په دغه ملی حرکت کی خپل رول ولوبوی ،خپل نظر وړاندی کړی اودحرکت غړی شی . مالی چاری : (۱) مالی زیرمی اود حرکت مالی پانګی د حرکت دغړو، دانجمنونو ،د ټولنیز سازمانونواودملی سوداګرو په دواطلبانه ونډی اخیستو اود اعانی په تر لاسه کولو سره برابراوتنظیمیږی. هوکی ګران وطنوال! هغو چی د خپل وطن د برخه لیک په ټاکنو کی زړه ګرمی او علاقه لری ،هغو چی دخپل خلکو دپاره دخدمت کولواو دچوپړتیا پلویان اومدعیان بولی ،اوکله ناکله دخدمت کولو ناری سوری وهلی او وهی . نواوس راشی او په زغرده باید ومنو چی دغه لار یعنی د ملی خد مت ګذاری حرکت دښامارانو له منګلو څخه دملت دخلاصون یواځنی لاره دی چی زمونږ اودتاسو په ګډی هڅی اواند سره تر سره کیږی اوزمونږ زیار اوکوښښ د ګران وطن افغانستان دبرخه لیک په ټاکلو کی ډیر اغیزمن اوضروری بریښی . دغه حرکت وروسته د تاسو هوښیارو ، دټولنیز ، سیاسیی ، اقتصادی ،نظامی اوفرهنګی کارپوهانو اوماهرانو د نظریاتو دلاسته راوړلو څخه ، خپل هدفونه په د ټولنیز اوجمعی اندیښنو پر بنیاد به وټاکی . تر هغه وخته پوری دا نه چی باید ځنډ شی . مونږ ټول یودبل اود ټولو په انتظار کی . دپیامونو اود نظریاتو دټولولو پتي( ادرسونه ):
غوث الدین (میر) په اتریش کی دافغانانو فرهنګی کانون اودمهاجرو افغانانو دپیوستون انجمن په اروپا کی . دتیلفون شمیره : ۰۰۴۳۶۹۹۱۷۱۶۸۶۴۸
ایمل:office@akis-eu.com په امریکا کی :
نبیل مسکینیار:
داریانا افغانستان نړیوال تلویزیون
ایمل :negah@aa-tv.com

دیوی لنډی مودی د پاره د وطنوالو د نظریاتو د راټولولو دپاره دغه نهاد(دخلکودخدمتګذارانو حرکت)په نوم یادیږی .

دجنوری دمیاشتی څوارلسم کال ۲۰۱۱

مطلب مرتبط

Afghan Diaspora Network

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *