Home / آرشیف / نوروز 1394

نوروز 1394

11351859_894203297303593_1194032444_n  11291268_894204183970171_1880554858_n 11355369_894203473970242_2042927551_n 11429008_894203227303600_981419737_n 11333295_894199947303928_1452427026_o

فريشته راحيمي: د ټولني د ښځو داړیکو مسوله

په اطریش کې افغان فرهنګیانو نوروز ونمانځه
په اطریش د افغان فرهنګیانو ټولنه یا کانون فرهنگ افغانهاي اتریش او په اروپا کې د افغان میرمنو لپاره د خپریدونکي( بانو) مجلې له خوا نوروز د یولړ شانداره مراسمو په لړ کې ونمانځل شو.
په دې مراسمو کې چې له ګڼو افغان فرهنګیانو سربېره په کې د وین ښار یو شمېر چارواکو هم ګډون کړی و، په پیل کې یې په اروپا کې د مېشتو افغان فرهنګیانو ټولنې مشر ښاغلي غوث الدین میر د نوروز په اړه هر اړخیزه وینا وکړه او نوروز یې دافغانانو د کلتور یوه مهمه برخه یاد کړ. ښاغلي میر زیاته کړه، نوروز د افغانستان په تاریخ له تېرو ۵۰۰۰ کلونو راهیسې نمانځل کیږي او یو کلتوري حیثیت لري. ده د پیغام په توګه له ټولو افغانانو هیله وکړه چې د نوي کال د رارسېدو په مناسبت همدا کال د خپل هېواد د آبادۍ لپاره یو مناسب فرصت وبولي او په دې برخه کې چټک ګامونه واخلي.
نوموړي دهمدې غونډې په اوږدو کې په اطریش د افغان فرهنګیانو د ټولنې د ویاند لیکوال، شاعر او ژورنالیست ښاغلي شیرشاه شریفي هڅې وستایلې او نوموړی یې یو هڅاند، تکړه او زیارکښ انسان یاد کړ، چې تل یې د افغان زلمیانو د یووالي او پرمختګ لپاره ګامونه پورته کړي. ښاغلي میر په پای کې شیرشاه شریفي ته په اروپا کې د مېشتو افغان فرهنګیانو ټولنې له خوا یو ستاینلیک هم ورکړ.
ښاغلي شیرشاه شریفي د خپلو خبرو په ترڅ کې غوث الدین میر یو پیاوړي فرهنګي څټه وبلله، چې په خپلو هڅو سره یې تل د افغانانو ستونزې حل کړیدي. شریفي له ښاغلي میر مننه وکړه، چې دده ناچیز کارونه یې په نظر کې نیولي او نن یې په ستاینلیک سره ونازوه.
د غونډې په دوام کې دل آقا سرود په خپل جادوګر غږ سره د نوروز دې نمانځلو ته لا زیاته ښکلا ورکړه او مجلس یې نور هم رنګین کړ.
په پای کې هغه دوه ډالۍ چې دوه ګډون کوونکو ته په نظر کې نیول شوي وې او کابل ته دوه وړیا ټکټونه و، دوه تنو ته چې ورور او خور و ورکړ شو.

 

مطلب مرتبط

مجله بانو شماره 58

مجله بانو شماره 58 را در لینک ذیل مطالعه فرمایید. PDF 58

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *