Home / آرشیف / فرخندې ته د عدالت غوښتنه

فرخندې ته د عدالت غوښتنه

فرخندې ته د عدالت غوښتنه
شيرشاه شريفي
د اوتريش په ويانا ښار کي يو زيات شمير افغانانو د فرخندې قتل کې د عدالت غوښتنه وکړه
غونډه لومړۍ په اطریش کي د افغان فرهنګیانو د ټولني مشر ښاغلي غوث الدين مير په وينا پرانيستل شوه
چي وروسته نورو افغانانو هم د فرخندې دعدالت غوښتني په اړه خبري وکړي
دغه غونډه په اطریش کي د افغان فرهنګیانو ټولنه یا کانون فرهنگ افغانهاي اتریش، په اروپا کې د افغان کډوالو د یووالي بنسټ، د افغان میرمنو لپاره په اروپا کې د خپریدونکې مجلې (بانو) مشرتابه هیئت او په اروپا کې د افغانستان د ځوانانو رهبري هیئت له خوا سمبال شوي وه
غونډي ته راغلو افغانانو د “عدالت عدالت، موږ ټول فرخنده یو”، “جهالت، جهالت د انسانیت دښمن دی”، “فرخندې زموږ خور یې او موږ ځان درنه قربانوو” شعارونه ورکول.
دغو کسانو له دولت نه د فرخندې په قتل کې د ټولو ښکېلو کسانو د مشخصولو او محاکمه کولو غوښتنه وکړه.
او د شهيدي فرخندې عکس ته د احترام په خاتر يويو ګل کيښود
په اخيرکي دانجینر صاحب کریم لخوا د شهيدانو روح ته د قران شريف څو مباراکو ايتونو په تيلاوت سره غونډي ته د پاي ټکۍ کيښودل شو

مطلب مرتبط

مجله بانو شماره 58

مجله بانو شماره 58 را در لینک ذیل مطالعه فرمایید. PDF 58

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *