Home / آرشیف / “د افغانستان په راتلونکې کې زموږ ونډه”علمي او څېړنیز کنفرانس پرېکړه لیک

“د افغانستان په راتلونکې کې زموږ ونډه”علمي او څېړنیز کنفرانس پرېکړه لیک

بسم الله الرحمن الرحیم

“د افغانستان په راتلونکې کې زموږ ونډه”علمي او څېړنیز کنفرانس پرېکړه لیک

اګست ۲۰۱۵

وین – اتریش

موږ یو شمېر لیکوال، سیاسیون، فرهنګي شخصیتونه، په هېواد کې او له هېواده د باندې د مدني ټولنې غړي په اتریش کې د افغان فرهنګيانو ټولنې، په اروپا کې د افغان ځوانانو د رهبرۍ او له افغان کډوالو سره د مرستندویه ټولنې او د بانو مجلې رهبري هیئت له خوا، د سیاسي او نظامي اکاډمیک شخصیتونو، په اروپا کې د مدني ټولنې غړو، لیکوال او هنرمندانو په حضور کې په هغه علمي او څېړنیز کنفرانس کې چې د افغانستان په راتلونکې زموږ د ونډې په اړه جوړ شوی و، په هېواد کې ملي منافعو د تحقق، ټولنیز عدالت پلې کېدو، د بیان ازادۍ د پیاوړې کېدو او خپلو ګرانو افغانانو د ژوند د بهبود لپاره لاندې پرېکړه د خپلو وروستیو غوښتنو په توګه خپروو.

۱ـ دا کنفرانس د افغانستان د ملي یووالي حکومت څخه هیله لري چې د افغانانو د ښه ژوند لپاره خپلې ګډې ژمنې د امنیت، ثبات او ډیموکراسۍ په برخه کې عملي کړي.

2ـ د ټولنیز اړخونو سربېره په اقتصادي او سیاسي برخو کې د ښځو ونډه ډېره مهمه او افغان حکومت باید د هغو ښځینه ضد فکرونو په اړه عامه پوهاوی له لېرې پرتو سیمو پیل شي، څو افغان میرمنې د خپلو نارینه وو سره اوږه په اوږه د خپل هېواد د ابادولو په برخه کې خپل رسالت اداء کړي.

۳ـ له دیني عالمانو په جدي توګه د ملي روحیې د پیاوړي کېدو، د جاسوسي کړیو د ورکېدو او د وسله والو طالبانو پر ضد د تبلیغ په برخه کې ګټه پورته شي، څو له دیني اړخه دا کسان د افغانستان د دښمنانانو په توګه وپېژندل شي.

۴ـ له افغانستان سره د امنیتي تړون له مخې د امریکایي دولت هیله کېږي چې د پاکستان پر وړاندې اقتصادي تحریمات وضع او په افغانستان د پاکستان د لاسوهنې په اړه جدي ګام واخلي. همدارنګه به دا کار وکړای شي چې پاکستان د ترهګرو له تمویل او تجهیز لاس واخلي او د القاعده، طالبان، داعش، حقاني او نورو اورپکو ډلو له ملاتړ لاس په سر شي. هیله مند یو چې په افغانستان کې وروستیو بریدونو ته په کتو او په دې برخه کې د پاکستان له ښکاره مداخلې وروسته نړۍ واله ټولنه په دې برخه کې لاس په کار شي.

۵ـ تر هغه چې موږ د خپلې خاورې ساتنه خپل فرض ګڼو؛ نو د هغه توافق له مخې چې د امریکا له متحده ایالاتو سره شوی باید افغان امنیتي ځواکونه د ۱۹۸۰ میلادي په څېر تمویل، تجهیز او ملاتړ یې وشي. همدارنګه دې د هېواد د هوایي ځواک پر پښو درېدو لپاره کوټلي ګامونه واخیستل شي.

۶ـ له دولتي چارواکو، قومي مشرانو، کورنیو او په ټوله کې د ټول افغان وګړو په درنښت هیله ده چې د ملي یووالي او یو ملت کېدو لپاره د عامه پوهاوي لپاره پروګرامونه په لاس کې ونیسي او دا کار د خپل یو تاریخي مسولیت په لاره واچوي.

۷ـ د ټولنیزتوب او ملي یووالي فرهنګ پرمختګ، سوکاله ژوند، یووالي، فکري بدلون، شایسته سالارۍ، ولسواکۍ او د ملي هویت د پېژندګلوۍ لپاره لار اواروي، ولې متاسفانه په افغانستان کې موږ له کلونو راهیسې په دې برخه کې د یوې ځانګړي پالیسۍ تشه احساسوو؛ نو دې لپاره باید د ټولنې د یووالي او یو فرهنګي مرکزیت جوړېدو لپاره هر اړخیز ګامونه پورته شي.

۸ـ ازادې او خپلواکې رسنۍ په هېواد د اصلي فرهنګ د ترویج لپاره د یو مهم رکن په توګه له ځانګړي ځای برخمنې دي، له دې کبله په هېواد کې د مختلفو متعهدو رسنیو نه غوښتنه کوو چې په هېواد د خپل اصلي فرهنګ د دودولو، د دښمن پر وړاندې د ملي یووالي، په حکومت بنسټونو کې د شایسته سالارۍ او د هېواد د قومونو ترمنځ د وحدت لپاره د عامه پوهاوي پروګرامونه په لاره واچوي.

۹ـ افغان کابینه، ارګ او امنیتي ځواکونه باید د پردیو د جاسوسي کړیو څخه پاکې شي او همدارنګه مشکوکې مدرسې او ښوونیز بنسټونه باید په ټول هېواد کې وتړل شي.

۱۰ـ د خپل هېواد پر وړاندې مینه، وفاداري او د خدمت زده کړه باید له ښوونځیو ماشومانو ته زده کړل شي. د پوهنې او لوړو زده کړو وزارت څخه هیله کوو، څو د ملي یووالي د پایښت او د هېواد د دښمنانانو پر وړاندې مبارزه په ټولو شخصي او دولتي ښوونیزو مرکزونو په لاره واچوي.

په درناوي

((د افغانستان په راتلونکې کې زموږ ونډه)) د علمي او څېړنیز کنفرانس ګډونوال

۲۲ اګست ۲۰۱۵ وین ـ اتریش

مطلب مرتبط

مجله بانو شماره 58

مجله بانو شماره 58 را در لینک ذیل مطالعه فرمایید. PDF 58

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *